په ۲۰۵ البدر قول اردو کې سلګونه میله بېلا بیل ډول سپکې او درنې وسلې ترمیم شوې
دملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو په لمړۍ پلې محمد لواء کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو سره (٣) میله دوه میلي، (٥) غرني هاوان،(٢)زکویک، (۱۳) دهشکې،(۱۱)میانه هاوان، (٣) اکیزان، (١)دفع هوا توپ، (۱) ډیسي توپ او ګڼ شمېر نورې وسلې چې د تیرې جګړې پر مهال زیانمن شوې وې، ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم څو ځله ورته وسلې او وسایط د ملي دفاع وزارت د تخنیکي او مسلکي انجینرانو په هڅو ترمیم او ګټې اخیستني ته چمتو شوي دي.