په تورخم کې د راستانه شويو افغان کډوالو په پنډ غالي کې ۱۷۲۳۱ تنه ناروغانو درملنه وشوه
په تورخم کې راستانه شوي افغانانو ته په جوړ شوي پنډ غالي کې د ملي دفاع وزارت ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند ګمبيري ساحوي سل بستریز نظامي روغتون د متخصصو ډاکټرانو له لوري د کمپ له جوړيدو څخه تردې دمه په بيلابيلو برخو کې (۱۷۲۳۱) تنه ناروغانو درملنه ترسره شويده.
د یادې قول اردو اړوند ګمبيري ساحوي سل بستریز نظامي روغتون قوماندان مولوي عبدالمنان حمزه وويل: د کمپ له جوړيدو څخه تردې دمه مو راستانه شويو افغان ورونو ته بيلا بيل صحي خدمات ترسره کړي او تر دامهاله مو د OPD برخه کې (۱۳۹۵۴) تنه، غاښونو څانګې (۱۶۹) تنه، لابراتوار اړوند (۱۳۲) تنه، زرقیات (۲۲۶۸) تنه، جراحي عملياتونو (۲۴۱) تنه او پانسمان برخه کې (۴۱۰) تنه هیوادوالو درملنه کړې ده.