د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له لوري ۳ عراده نظامي وسایط بار لوژستیکي البسه باب جوړ شوي پنډغالي ته ورسیدل

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند  ۲۰۱خالد بن وليد رض قول اردو د مرستو په دوام کې ۳ عراده لویو نظامي وسايطو کې بار لوژستیکي البسه باب له پاکستان څخه راستانه شويو هيوادوالو ته د ملي اسلامي اردو ځواکونو له لوري جوړ شوي پنډ غالي ته ورسېدل.

دغه البسه کې کمبلې، بړستنې، بالښتونه، توشکې، تنکيو ماشومانو لپاره وچې شيدې او د ضرورت وړ سامان شامل وو.

په دې ورستیو کې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه د افغان کډوالو را ستنيدل ګړندي شوي دی چې په مرستو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.