د ملي دفاع وزارت مختلفو قطعاتو او جزوتامونو (۲۶) تنه مجاهدین د مخابرې ریاست له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول 

web_admin

د ملي دفاع وزارت مخابرې ریاست د پرمختللې شبکې له پینځه میاشتني کورس څخه ۲۶تنه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول؛ دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت مخابرې رئیس مولوي صلاح الدین “خویدم” مسؤلینو او ګڼو مجاهدینو ګډون کړی وو.

 مسؤلینو په خپلو خبرو کې فارغینو ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی وهڅول چې خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي او د اسلامي امارت په چوکاټ کې دا مقام زموږ د ټولو لپاره یو الهي امانت دی او باید په ښه توګه دا امانت ترسره کړو او د خدمت په ترسره کولو کې باید خاص د الله تعالی رضا په پام کې ونیول شي.

 همدا راز فارغانو ژمنه وکړه چې د خپلو مسؤلیتونو د سرته رسولو او د هیواد د پرمختګ لپاره د خپل سر په بیه چمتو دي او په دې برخه کې به له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ نه کوي؛ په پای کې غونډه فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.