د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه (۱۱۱) تنه مجاهدين فارغ شول web_admin https://mod.gov.af/ps/node/5465 د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو(۱۱۱) تنه مجاهدین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي د تطهیر ،مخابرې،انجینري او د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي د انجینرۍ وسایطو د حفظ او مراقبت له مسلکي زده کړو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول. په دې غونډه کې د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد “محمدي” د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي قوماندان مولوي عبدالله “رحماني” او ګن شمیر مجاهدینو، مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود . مسؤلینو فارغ شوي مجاهدین خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته د متوجه کولو تر څنګه له هغوی څخه وغوښتل چې ترلاسه کړې مسلکي زده کړې په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړئ او اسلامي نظام ته د خدمت په نیت ترینه ګټه واخلئ؛ غونډه فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده .