د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۵۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو د لومړۍ پلې لوا د لومړي البدر کنډک څخه ۵۰ تنه مجاهدین د جګړه ایزو او مسلکي زده کړو له یو میاشتني کورس څخه فارغ شول.
دغو مراسمو کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال الحاج قاري امین الله طیب او ګڼ شمیر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د اعداد په اهمیت او اړتیا ویناوې وکړې او زیاته یې کړه چې په شرعي امورو کې د خپلو امیرانو پوره اطاعت وکړئ.
یادو مجاهدینو د جګړه ایزو تکتیکونو، پیاده حرکاتو او مانوراتو په ترسره کولو سره ژمنه وکړه چې له هیواد څخه به په هر ډول شرایطو کې دفاع کوو، غونډه د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.