د افغانستان او ازبکستان هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ غونډه ترسره شوه

web_admin

تېره ورځ د ۲۰۹ الفتح قول اردو اړوند شپږمې سرحدي لوا قوماندان مولوي منصور"جاوید" په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت د ارتباطاتو رئیس مولوی امین الله "امینی"، د حیرتان بندر د کمیسارۍ رئیس او ورسره مل پلاوي ازبکستان هیواد ته سفر وکړ او د هغه هیواد له لوري په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې دواړو هیوادونو په یو شمېر موضوعاتو (د سرحدي ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د ګډو پولو ساتلو، د امنیت د ټینګښت او ستونزو په موخه دوه اړخیزې خبرې وکړې، او همدا راز دواړو هیوادونو د ښو اړیکو په درلودلو ژمنه وکړه او د رامنځ ته کیدو هر ډول ستونزو د حل کولو ډاډ یې ورکړ.