د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صديق رض له ښونيز مرکز څخه ۳۲۱ تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۱۷ عمري قول اردو حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه ښونيز مرکز څخه  ۳۲۱ تنه مجاهدین له درې  میاشتني پوځي، نظري او مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو، د ۲۱۷عمري قول اردو مسؤلینو او ګڼ شمېر رئیسانو، مشرانو او منسوبینو ګډون درلود.

مسؤلینو یاد فارغان خپل مسؤلیت ته د متوجې کیدو ترڅنګ زیاته کړه، چې تاسو باید په پوره اخلاص او صداقت سره دغه اسلامي نظام او ولس ته خدمت وکړئ.

په داسې حال کې چې فارغ شویو مجاهدینو خپل عملي تطبیقات هم ترسره کړي وو اطمينان یې ورکړ، چې د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه به  په کلکه دفاع کوي.
 
دغه مراسم فارغانو ته د تصدیق نامو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.