د ۲۱۷ عمري قول اردو نوی مرستیال معرفي شو
د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د لزون ديد پر بنسټ د ملي دفاع وزارت د حمايې او امنیت لواء پخوانى قوماندان ملا محمد عيسى "ياسين" چې د ٢١٧ عمري قول اردو د نوي مرستيال په توګه ټاکل شوى وو، د وسله وال پوځ ستر درستیز لومړي مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" له خوا د یادې قول اردو منسوبینو ته ور وپېژندل شو او خپله دنده یې پیل کړه.
په دې مراسمو کې د وسله وال پوځ ستر درستیز مرستیال د یادې قول اردو نوي مرستیال ته مبارکي وویله؛ همداراز د اسلامي نظام او هیوادوالو ته یې د لا ښو خدمتونو پر دوام ټینګار وکړ.
دغه راز نوي مرستيال مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په خپل ټول توان به د خپل نظام او خلکو خدمت کوي.