د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۳۳ تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت دبیلابیلو قول اردوګانو،قطعاتو او جزوتامونو (۱۳۳) تنه مجاهدین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بېلابېلو ښوونځیو له مسلکي کورسونو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو فارغانو کې (۶۶) تنه د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي کې(۲۶) تنه د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي کې (۲۴)تنه د جګړه ایزو قوتونو ښوونځي کې او (۱۷) تنه د ځانګړو وړتیاوو ښوونځي کې ۸ اونۍ مسلکي زده کړي ترلاسه کړې.

مسؤلینو یاد مجاهدین خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې له اسلامي نظام څخه د ساتنې په پار د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې هڅه وکړئ. 

همدا راز نویو فارغانو د اسلامي نظام د تحکیم او پياوړتیا لپاره هر ډول سرښندونو ته چمتووالی وښود، په پای کې یادو فارغانو ته بریلیکونه هم ورکړل شول.