په کابل  کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مجاهدینو دوه تنه غله ونیول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف او استخباراتو مدیریت د زړورو مجاهدینو له لوري دوه تنه غله په داسې حال کې ونیول چې له یو تن هیواد‌وال څخه یې اووه میلیونه پاکستانۍ کلدارې په زور سره اخیستې وي.

 یادې پیسې د مرکزي قول اردو قوماندان الحاج ملا امیرخان “حقاني” په هدایت د ستراتیژیکو استخباراتو ریاست سره په همغږۍ خپل مالک ته وسپارل شوې.

د ملي اسلامي اردو باشهامته مجاهدین په هر ډول حالاتو کې د خپلو هیوادوالو د سر او مال ساتلو ته ژمن دي.