د حضرت عبدالله ابن عباس له حربي اکاډمۍ څخه ۲۹ تنه مجاهدين فارغ شول 

web_admin

د مرکزي او ساحوي قول اردوګانو ۲۹ تنه مجاهدین د کنډک قومندانانو او بریدملانو د لومړۍ دورې له کورس څخه د درې اونیو مسلکي او نظامي زده کړو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د حضرت ابو عبيده بن جراح (رض) ملي دفاعي پوهنتون اړوند حضرت عبدالله ابن عباس (رض) حربي اکاډمۍ  څخه فارغ شول.

د دغو مجاهدینو د فراغت مراسم د مسؤلینو، منسوبینو او ګڼو مجاهدینو په ګډون کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې ويناوالو له فارغانو څخه وغوښتل چې له خپلو مسلکي پوځي زده کړو او مهارتونو څخه د اسلامي نظام د ټينګښت او دوام لپاره ګټه ترینه واخلي.

غونډه فارغانو ته د ډاډګیرنې په پیغام او د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.