۲۳ بابه کورونه د ملي پوځ د یو شمیر شهیدانو او معلولینو کورنیو ته ورکړل شول
دغه کورونه، چې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي وو د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز د ټاکل شوي پلاوي لخوا د پوځ د هغو شهیدانو او معلولینو ورثوو ته وسپارل شول، چې د کورنۍ غړي یې د هیواد څخه د دفاع په لار کې شهیدان او یا هم ټپیان شوي وو.
د شهیدانو د ورثه وو یو تن د نورو په استازیتوب د ملي دفاع وزارت د دغه نیک اقدام او پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د تل په شان به د هیواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.