د کابل ریشخورو فرقې په ګارنیزیون کې ۲۲۵ عرادې وسایط ترمیم شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د کابل ریشخورو فرقې د ځانګړو ځواکونو ګارنیزیون په قوماندانۍ کې د اړوند جزوتامونو ۲۲۵ عرادې نظامي وسایط چې په تېرو څو کلونو کې تخریب شوي وو، د مسلکي انجینرانو له لوري د دوهم ځل لپاره ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

په دغو وسایطو کې ۷۵ عرادې ضربتي ټانګونه، ۱۲۵ عرادې هاموې ټانګونه او ۲۵ عرادې انټرنيشنل لوی بار وړونکي موټر شامل وو.

یاد ترمیم شوي وسایط به ډېر ژر بېرته د ګټې اخستنې په موخه د یادې قوماندانۍ اړوند جزوتامونو ته واستول شي.