مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال  کب  د میاشتې ۱۲مه

zia_omid

سیلاب ځپلو سیمو ته د ملي پوځ د ژغورنې ټیمونه و استول شول

کابل-افغانستان: د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه، نه یواځې د هیواد او خلکو څخه دفاع او د دښمن د تهدیدونو پر وړاندې جګړه پر مخ بیایي، له سېلاب ځپلو سیمو څخه د هیواد والو ژغورل او له هغوی سره د بشري مرستو تر سره کول هم خپل ایماني او انساني مسوولیت بولي.

په هیواد کې د وروستیو وورښتونو او سیلابو د را وتلو له امله د یو شمیر ولایتونو او و لسوالیو تر منځ نښلوونکې لارې بندې، په سلګونو کورونه ویجاړ شوي او یو شمیر هغه کورنۍ، چې په سیلاب ځپلو سیمو کې بندې پاتې وې د ملي پوځ د ژعورنې ټیمونو په واسطه امن ځایونو ته لیږدول شوې دي.

د ملي پوځ منسوبین د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز د مشرتابه پلاوي په لارښوونه د شته امکاناتو په لرلو سره یادو سیمو ته د مرستو په موخه استول شوي چې په دغه سیمو کې د ژغورنې عملیات پیل او سیلاب ځپلیو خلکو ته ګرمې ژمنۍ البسه او نور اړین توکي ورسوي.

دغه سیلابونه د کندهار ولایت په میوند، ډنډ او ارغسان، د زابل ولایت په شاه جوی، د هرات ولایت په شینډنډ او د فراه ولایت په لسګونو ولسوالیو کې راوتلي دي چې د ملي پوځ د ژغورنې ټیم د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې ۳۵۰ تنه ملکي خلک او ۱۰۰ بابه د اوسیدلو کورونه د سیلابونو له خطر څخه ژغورلي. همدارنګه ۲۱ هغه کورنۍ، چې د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ د سیل په منځ کې بندې پاتې وې د ملي پوځ د ساتنې ټیم لخو د چورلکو په واسطه امن سیمې ته لیږدول شوي او د فراه ولایت په لسګونو ولسوالیو کې ۱۴۰ تنه منسوبین له دوه چینه اسکواټور، یوه عراده بلدوزر، ۱۵ عرادې کرېنګونو او یو شمیر امبولانسونو سره په سیلابونو کې د بندو کسانو د ژغورنې په چارو بوخت دي او په یادو سیمو کې یې زیانمنو هیوادوالو ګرمه البسه او اعاشوي توکي هم وېشلي دي.

همدا راز د هیواد په ګڼ شمیر نورو سیمو کې چې زمونږ هیواد والوته زیانونه اووښتې، د ژوغورنې ټیمونه لیږدول شوي او اعاشوي توکي او ګرمې البسې دوي باندې ویشل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په هغو ولسوالیو کې چې نښلونکې لارې یې د ولایتونو له مرکز څخه تړل شوي ، ملي اردو د ملکي اړوند ادارو په مرسته توانیدلي چې د امکان تر حده دغه رارې پاکې کړي.

ملي اردو ځواکونه په هرډول شرایطو کې خپلو هیوادوالو سره مرستو نه چمتو دي او په دې لاره کې د هیڅ ډول کوښښ نه ډډه نه کوي.