د ۲۰۵ البدر قول څخه ۱۲۳ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

 
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو له تعلیمي مرکز څخه ۱۲۳ تنه مجاهدین چې ۳۰ تنه د RCC (ماین پاکۍ)  ۳۱ تنه له مخابرې، ۳۴ تنه د درندو وسایطو او ۲۸ تنه د ډریوارۍ له نظامي او مسلکي کورسونو څخه له یو میاشتني زده کړو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

 دغو مراسمو کې د ۲۰۵ البدر قول اردو ګڼ شمیر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون درلود، مسؤلینو یاد فارغان خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او فارغ شویو مجاهدینو په اخلاص او امانتدارۍ سره د دندې  ترسره کولو ته چمتوالی وښود.

 همدا راز فارغ شویو مجاهدینو د خپلو استاذانو په حضور کې عملي ازموینه ورکړه، چې په پای کې یادو فارغانو ته د مسؤلینو په لاسونو تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.