د هېواد په لوېديځ زون کې له غير مسؤلو کسانو څخه د لسګونو پوځي وسايطو راټولول s.mohmand https://tinyurl.com/29abbj5h د ۲۰۷ الفارق قول اردو د پوځي وسایطو د راټولولو کمیسیون په هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې يو شمېر پوځي وسایط راټول کړي دي. دغه کمېسيون چې د هېواد په لوېديځ زون کې د ٢٠٧ الفاروق قول اردو د قوماندان په مشرۍ جوړ شوى او د فعاليت له پيل راهيسې يې تر اوسه د يادو ولايتونو له لرو پرتو سيمو څخه لسګونه پوځي وسايط، کوم چې د غیر مسؤل خلکو سره وو راټول کړي دي. په راټولو شویو وسایطو کې هاموي، ضربتي ټانګونه، انټرنشنل، کرین، رینجر او موټرسایکلونه شامل دي، چې تر ترمیم وروسته به د قول اردو په ورکشاپونو کې ساتل کیږي او د اړتیا په صورت کې به ترې ګټه اخیستل کیږي.