د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۴۰۰ تنه ځوان افسران فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه یزو تامیناتو او د جګړه ایزو ځواکونو له ښوونځیو د بیلابیلو مسلکي، عقیدتي او نظامي زده کړو څخه ۴۰۰ تنه ځوان افسران نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قوماندان الحاج ملا عبدالجبار "صدیقی" فارغانو ته په خبرو کې وویل: چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه د هیوادوالو او اسلامي نظام په ساتنه کې ګټه واخلئ، او زیاته یې کړه اوسنی اسلامي نظام د نړۍ د ټولو نظامونو سره سیال دی، مونږ او تاسو باید د ټيټوالي احساس ونکړو او په پوره اخلاص او لوړ عزم سره د دې نظام په تحکیم او ساتنه کې برخه واخلؤ.
همدا راز یادو فارغانو ډاډ ورکړ چې په پوره اخلاص امانتدارۍ سره به ددې نظام او هیواد ساتنه کوو په ټولو امورو کې به د خپل امیر اطاعت کوو.
په پای کې فارغ شویو ځوانو افسرانو ته مسؤلینو بری لیکونه هم ورکړل.