د ختیځ زون له داوطلبانو څخه په حربي ښوونځي کې د شموليت ازموينه واخيستل شوه
نن ورځ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو اړوند د جلب او جذب قوماندانۍ په انګړ کې د ختيځو ولايتونو د نهم ټولګي فارغانو څخه په حربي شوونځي کې د شامليدو په موخه د ۱۲۰ تنه داوطلبانو رقابتي ازموينه واخیستل شوه.
یاد مراسم چې د قرآن عظيم الشان د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شول او دغه ازموینه د ۲۰۱خالد بن وليد قول اردو د جلب او جذب مسؤلینو او نورو مجاهدینو په حضور کې په پوره شفافیت سره واخیستل شوه.
د دغو داوطلبانو له جملې څخه به (۳۱) تنه ممتاز فارغان د معیاري نمرو په اخیستلو سره حربي ښوونځي ته لاره پيدا کړي.