د ستردرستیز اوپراسیون رئيس د ۲۰۳ منصوري قول اردو د اوپراسیون مسؤلینو سره ولیدل

s.mohmand

 د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د اوپراسیون رئيس مولوي نور الرحمن "نصرت" ورسره مل پلاوي د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند قرارګاوو او جزوتامونو د اوپراسیون له مسؤلینو سره  ولیدل او د هغوی د کړنو ارزونه یې وکړه.

 د ۲۰۳ منصوري قول اردو د جګړه یزو چارو مدیر مولوي سيد الرحمن"نعمان" د ترسره شویو کړنو، ستونزې او مشکلات واورول او د راتلونکو کارونو پلان یې مشرتابه ته وړاندې کړ.

په پای کې د اوپراسیون رئیس مولوي نورالرحمن "نصرت" له دوی څخه مننه وکړه چې خپل کارونه په ښه شفافیت سره مخ ته وړي او د چارو د لاښه سمون په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.