د وسلوال پوځ لوی درستيز د سالنګ له تونل څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۸:۸
 د وسلوال پوځ لوی درستيز د سالنګ له تونل څخه لیدنه وکړه

د اسلامي امارت د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصیح الدین "فطرت" د نظامي او محلي چارواکو په ملتيا نن سالنګ ته ولاړ او هلته يې د وروستۍ غمجنې پيښې له ځای څخه ليدنه وکړه.

د وسله وال پوځ لوی درستیز د پېښې له ځای څخه د لیدنې پر مهال د دغې پېښې قربانیانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړل او د دغې لويې لارې د بيا پرانستلو په برخه کې د ژغورنې ټیمونو (طبي، انجینرۍ او اور وژنې) او د اسلامي امارت پوځ منسوبینو د هر ډول هلو ځلو قدر دانی یې وکړ.

همدارنګه د پوځ لوی درستیز د دې لويې لارې له موټر چلوونکو څخه وغوښتل، چې ترافيکي قوانين مراعات کړي او د ورته پېښو د تکرار مخه ونيسي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۲۲:۳۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته. . .

بېرته خبرونه ته