د ملي دفاع سرپرست وزير د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل
![د ملي دفاع سرپرست وزير د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل](/sites/default/files/2022-12/img-20221206-wa0014.jpg)
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په ابوظبۍ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام ویست سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي او همداراز د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد په ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي.
په اخير کې د ملي دفاع سرپرست وزير له ټام ويسټ وغوښتل چې نړۍ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.