د ۲۰۷ "الفاروق" قول اردو د دوهمې او سرحدي لوا ګانو قوماندانان معرفي شول
د ا.ا.ا رهبرۍ د حکم په اساس محمد حنیف "اخندزاده " د ۲۰۷ "الفاروق" قول اردو د دوهمې لوا دقوماندان په توګه او ملا محمد رحیم "حاجي لالا" د نوموړې قول اردو د سرحدي لوا د قوماندان په توګه ټاکل شوي وو ، معرفي او خپل کار يې پيل کړ.
د معرفت دغه مراسمو کې ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان قاري محمد ایوب "خالد" او د دې قول اردو مرستیال ملا عبدالشکور "بریالي" ګډون درلود.