د سردار محمد داود خان روغتون ته سرپرست قومندان معرفي شو

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د لزوم ديد له مخې مولوي محمد شفیق د سردار محمد داود خان روغتون  قوماندانۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوی وؤ، نن ورځ د ستر درستيز صحيه قوماندانۍ قوماندان ډاکټر محمد طاهر "احرار" له لوري رسماً معرفي شو.

په دغو مراسمو کې د ستر درستيز د صحيه قوماندانۍ قوماندان ډاکټر محمد طاهر "احرار"، روغتیایي مسؤلینو او منسوبینو برخه اخیستې وه، د یاد روغتون نوي قوماندان د قوماندانۍ منسوبینو ته د ورپېژندلو ترڅنګ هغه ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.