د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د شهيد آفتاب فرقې تخنيکي وسايل او صحي تجهيزات را ټول او جمع اواري شول
د ملي دفاع وزارت مشرتابه د لار ښوونې سره سم، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د شهيد آفتاب فرقې د انجينرۍ وسايلو او طبي تجهيزاتو د راټولو او برسۍ په موخه، يادې فرقې ته د تخنيکي او صحي پرسونل ټيم استولی دی.
دغه مسلکي ټيم، د امکاناتو او تجهيزاتو د تفکيک او برسۍ وروسته؛ زياته اندازه درمل او طبي وسايل تر پيژندنې وروسته د ګټې اخيستنې په موخه د ستر درستيز د شهيد سردار محمد داود خان څلور سوه بستريز روغتون ته واستول شول.
همدا راز يو شمېر نور پاتې وسايط او امکانات د لا ښې ساتنې په موخه ټاکل شوو ځايونو ته ليږدول شوي او مهر لاک شوي دي.