د بګرام هوايي ډګر د بیا فعالولو او رغولو چارې پیل شوې
د ملي دفاع وزارت مشرتابه په لارښوونه د بګرام هوايي ډګر د فعالولو، بیارغونې او پاکولو چارې نن د ملي انجینرۍ لوا د پرسونل له خوا پیل شوې.
د ملي دفاع وزارت د انجنیرۍ ملي لوا مسلکي او تخنیکي ټیم هڅه کوي، چې په شته امکاناتو سره دغه ډګر ژر تر ژره ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.
دا پداسې حال کې ده، چې د بګرام هوایی ډګر ډیری ودانۍ او برخې د اشغالګرو لخوا له فتحې څخه مخکې ویجاړې شوې وې.