د تخنیکي ستونزې له امله د یوې چورلکې د غورځېدو په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلاميه

s.mohmand

نن له ماسپښين وروسته يوه امريکايي "Black Hawk" ډوله چورلکه چې پيلوټانو د ښوونې لپاره الوتنه ور کړې وه، د تخنيکي ستونزې له امله د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې لوېدلې ده، له بده مرغه په دغه پېښه کې دوه پيلوټانو او يو خدمه شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت رهبري د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او شهيدانو ته د خدای «ج» له درباره د فردوس جنت هيله او ټپیانو ته د بيړنۍ روغتیا دعا کوي.