د لوى درستيز مرستیال د هېواد له شمالي ولايتونو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالې خان "صدیق" د یوه پوځي پلاوي په مشرۍ د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه بلخ ، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د لوي درستیز مرستیال د هېواد شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت نه یې ارزونه وکړه او هیواد والو ته یې د ښه امنیت اطمینان ورکړ .
د لوي درستیز مرستیال د الفتح قول اردو د منسوبینو د هڅو څخه د قدرداني تر څنګ هغوي ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
همدا راز په دې سفر کې یې د ترکمنستان سره د سرحدي کرښې او آقینې بندر څخه هم لیدنه تر سره کړه .