هېواد ته د هندوستان "IMA" له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ محصلينو بيرته راستنيدل

s.mohmand

د تېر حکومت ۲۵ تنه پوځيان، چې پخوا د پوځي زده کړو لپاره هند ته تللي وو، نن د هند د «IMA» پوځي اکاډمۍ څخه له ۱۸ میاشتنۍ پوځي او مسلکي زده کړو وروسته د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په هڅونه او ترغيب بيرته هېواد ته راستانه شول او د ملي دفاع وزارت د مسؤلینو له خوا یې هرکلی وشو.

د ملي دفاع وزارت د بهرنيو اړیکو رئیس مفتي روح الله "عمر" هېواد ته د دغو سرتېرو د راستنېدو د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز رهبري به د دوی له تجربو څخه په پوځي، مسلکي او تخصصي برخو کې استفاده وکړي.

دغو فارغانو هېواد ته د راستنېدو او خدمت په اړه د اسلامي امارت له ملي دفاع وزارت د باور کولو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د دوی له تجربو او لاسته راوړنو څخه به د اسلامي نظام د خدمت په لاره کې ګټه پورته کوي. همدا راز دغو محصلينو سره د ملي دفاع وزارت له لوري نغدي مرستې هم ډالۍ شوې.