پنجشېر کې د هېواد د هوايي ځواکونو د يوې چورلکې د بېړنۍ ناستې په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلاميه

s.mohmand

يوه ورځ مخکې، د ملي دفاع وزارت یوه (MI-17) ډوله چورلکه چې د هېواد هوايي ځواکونو د انجینرانو له خوا تازه ترمیم او په ازمایښتي الوتنو بوخته وه، د پنجشیر ولایت په «ارزو» دره کې د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته وکړه.

د لومړنيو معلوماتو پربنسټ، د چورلکې د بيړنۍ ناستې وروسته، باغيانو د فرصت نه په ګټه اخيستو ياده چورلکه سوځولی او له سيمې تښتيدلې دي.

د ملي دفاع وزارت به د پيښې په تړاو د بشپړو څيړنو وروسته جزيات شريک کړي.