د ملي دفاع سرپرست وزیر د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې سره وکتل
کابل- افغانستان: د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد پرون د دوست هیواد هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن سوشماسوراج سره په نوي ډهلي کې وکتل. د کتنې په ترڅ کې د دواړو هیوادونو تر منځ په ګډې همکارۍ هر اړخیزې خبرې وشوې. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دوست هیواد له هغو مرستو څخه، چې د افغانستان له دولت، په ځانګړې توګه د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یې په بېلابېلو برخو کې تر سره کړې دي مننه و کړه او د هندوستان له هیواد څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو مرستو غوښتونکی شو. په دي کتنه کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل هیواد د مرستو په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې هیواد یې له افغان ملي پوځ سره هر ډول مرستو ته چمتو دی.