د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوستانه اړيکو د پياوړتيا، ښه ګاونډيتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاريو او د افغان مهاجرينو د ستونزو اړوند خبرې او د نظرونو تبادله وکړه او په بېلابېلو برخو کې يې د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره پر خپل چمتووالي ټينګار وکړ.