مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۵ مه

zia_omid

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸  ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۱۸ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۰ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۰۵ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۳۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د پکتیا، میدان وردګ، غزني، کندهار، ارزګان، هرات، سرپل، تخار او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د هلمند ولایت د سنګین او نادعلي ولسوالیو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپيان، ۳ پټنځایونه، ۲ خندقونه او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د غزني ولایت د قره باغ او واغظ ولسوالیو کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او یو پټنځای له منځه وړل شوی، د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي یو تن ټپي، یو موټر، ۳ موټر سایکلونه او ۷ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي او د ارزګان ولایت مرکز اړوند چیناب او نچین ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي . همداراز د تخار ولایت د دشت کلا او خواجه غار ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او ۳ پټنځایونه له منځه وړل شوي، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی، یو تن ټپي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی. دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.