د هوایی ځواکونو یو تن پیلوټ هېواد ته راستون شو

د هېواد د هوايي ځواکونو يو پيلوټ، چې د تېرې ادارې له نسکورېدو وروسته يې له خپلې کورنۍ سره په جرمني کې پنا اخيستې وه، بېرته خپل هېواد او خلکو ته د خدمت کولو په موخه راستون شو، تر څو کار پیل او د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.
د ملي دفاع وزارت رهبري پر ټولو هغو مسلکي کدرونو او هېوادوالو چې د دښمن د تبلیغاتو ښکار شوي او له هېواده بهر ته پناه وړې، هیله کوي چې هېواد ته راستانه شي او د دولت په بشپړ ملاتړ سره په سوله او امن کې خپل کار او ژوند ته دوام ورکړي.