د وسلوال پوځ لوی درستيز په حضور کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه ۱۱۶ کمانډويان فارغ شول

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۹:۶
فراغت ۱۱۶ تن نیروی های کماندو از قول اردوی ۲۰۹ الفتح با اشتراک لوی درستیز قوای مسلح برگزار شد

تيره ورځ د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصيح الدين «فطرت» بلخ ولايت ته د سفر په ترڅ کې، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ليدنې تر څنګ د ۱۱۶ کمانډو ځواکونو، په هغه مراسمو کې ګډون وکړ، چې دغه ځواکونه ترې د يو لړ پرمختللو مسلکي او فکري ښوونو وروسته، فارغ شول.

د وسلوال پوځ لوی درستیز د سرتيرو مثبتې ارزونې او د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وويل:«تاسو د هېواد او اسلام هغه واقعي مدافعين او ساتونکي ياست، چې نن ورځ ستاسې په سرښندنې او شهامت ټول وياړ کوي.»

په دې مراسمو کې، د هېواد هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدین «منصور» د سمنګان ولايت والي مولوي عبدالرحمان «قندوزي»، د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان امير خان «حقاني»، يو شمير پوځي او ملکي مسوولينو هم شتون درلود.

دغو سرتيرو د کمانډوي مسلکي حرکاتو په ترسره کولو سره ډاډ ورکړ، چې د دښمن هر ډول اهدافو د له منځه وړلو توانايې لري.

له بلې خوا د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مسوولينو او منسوبينو سره وليدل، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه يې واوريدل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته