د وسلوال پوځ لوی درستيز؛ د نيالګي په کيښنولو سره د طبعيت په ښکلا کې برخه واخلئ

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۳:۵۷
لوی درستیز قوای مسلح؛ با غرس یک اصله نهال در زیبایی طبعیت سهم بگیرید

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصيح الدين «فطرت» نن د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د نيالګي په کرلو سره د ټولو قطعاتو او جزوتامونو له مسوولينو او منسوبينو څخه د هېواد د سمسورتيا، ابادۍ او د طبعيت ښکلا په خاطر د نيالګيو کرلو غوښتنه وکړه.

همداراز د وسلوال پوځ لوی درستیز له ټولو هېواد والو هم وغوښتل، چې په خپله اړونده سيمه کې د هېواد په سرسبز کولو کې ونډه واخلي او خپل مسووليت ادا کړي.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت د امنيت او حمايې لوا قوماندان ملا محمد عيسی«اخند» د نيالګيو کرل د ټولنې د هر وګړي دنده او مسووليت بولي. 

د سپرلي په رارسېدو سره، د ملي دفاع وزارت په قرارګاه مرکز او ولايتونو  د اړوندو قول اردو ګانو، لوا ګانو او کنډکونو په انګړ کې د نيالګيو کرلو برنامه پيل کړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته