د ملي دفاع سرپرست وزیر د هېواد لويديځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ليدنه وکړه

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب «مجاهد» ولايتونو او قول اردو ګانو ته د سفرونو په لړ کې تيره ورځ هرات ولايت ته ولاړ او د ۲۰۷ الفاروق څخه يې ليدنه وکړه.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د مسوولينو سره په ليدنه کې وويل:مسووليت منل او خدمت کول فردي وجيبه ده او کار اهل کار ته سپارل د قومي، سمتي او ژبني توپیر پرته يو اسلامي امر دی.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د يادې قول اردو له مسوولينو او منسوبينو څخه وغوښتل، چي د بيت المال نظامي تجهيزاتو او وسايطو په ساتنه کې زياته توجه وکړي.
همداراز د ملي دفاع سرپرست وزیر د منسوبينو د ستونزو او وړانديزونو اوريدو ترڅنک سپارښتنه وکړه او د هېواد جنوب لویدیځ زون سرحداتو د لا ښه امنيت ټينګښت په موخه لازم هدايات صادر کړل.