د ملي دفاع وزارت مسٶلينو تر منځ ګډه ناسته ترسره شوه

د تېرو ناستو په دوام، نن د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت د دفتر سرپرست رئیس مولوي صلاح الدین "خويدم" په مشرۍ د ملي دفاع وزارت د رئیسانو ترمنځ ګډه غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت رييسانو او مسوولینو د خپلو پلانونو، نظریاتو او وړاندیزونو د وړاندې کولو او د اړينو مسایلو ترڅنګ، په قطعاتو او جزوتامو کې د کاري بهیر د چټکتیا په اړه خبرې وکړې او لازم تصمیمونه ونیول شول.