په کندهار کې د "البدر" قول اردو څلورمې لوا د مسٶلینو معرفي کول
د البدر قول اردو قوماندان مولوي مهرالله "حماد" اروزګان او دايکنډي ولايتونو ته د ملي اردو منسوبينو د څېړنې او ارزونې په موخه سفر وکړ، په يادو ولايتونو کې د مېشتو منسوبينو د وړانديزونو او ستونزو له اورېدو وروسته; نوموړي مولوي حبيب د اروزګان ولايت اړوند څلورمې لوا قوماندان او مولوي خالد د ارکان رييس په توګه پرسونل ته معرفي کړل.
همدا راز د البدر قول اردو قوماندان له مجاهدینو وغوښتل، چې د تل په څير د قوماندانانو امرونو ته غاړه کيږدي، تر څو د دين، خلکو او هېواد پر وړاندې خپل مسٶليت ادا کړي.