زابل کې د البدر قول اردو اړوند له ښوونیز مرکز څخه د اسلامي امارت ٣٠٠ سرتيري فارغ شول
زابل کې د البدر قول اردو اړوند د دويمې لوا له ښوونیز مرکز څخه د اسلامي امارت ٣٠٠ تنه سرتيري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول.
د اسلامي امارت د البدر قول اردو قوماندان مولوي "حماد" د دغو فارغ شوو سرتيرو په مناسبت جوړې شوې غونډه کې، ګډون وکړ او د اميرالمومنين پيغام ولوست: ستاسو په برياليتوب سره فراغت په هېواد کې د يوې پياوړې او منظمې اردو د ايجاد په لور یو ارزښتناک ګام وباله.
يادو فارغانو هم ژمنه وکړه، چې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د خلکو د ساتنې لپاره به په هر وخت او هر ځای کې هر ډول قربانۍ ته چمتو يو.