د ننګرهار لوا قوماندان د اړوندو کنډکونو څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ, مولوي محمد "نظامي" د ننګرهار ولایت لوا قوماندان په اړوندو کنډکونو کې د ا.ا.ا له میشتو مجاهدینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کونړ ولایت لوا قوماندان د پرسونل ارزونه وکړه, د دوې ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او یاد پرسونل ته یې د خلکو امنیت ټېنګښت په موخه لازمې لارښونې وکړې.