سمنګان کې طالبانو د نومول شوي والي په ګډون ۴۱ ترهګر ووژل شول
تېره شپه، هوايي ځواکونو د سمنګان ولایت دره صوف بالا ولسوالۍ اړوند د طالب ترهګرو غونډه په نښه کړه.
چې په پایله کې د بامیانو ولایت له پاره د طالبانو والي «مولوي انس» په ګډون، ۴۱ ترهګر ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د ترهګرو ۱۵ موټرونه، زیات شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.