کاپیسا کې ۵ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شول
تېره ورځ، دفاعي امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونکوونکو د هوايي قوتونو په ملاتړ، کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ اړوند کې ترهګرو طالبانو باندې چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ترهګرو طالبانو مشهور قوماندان مولوی حبیب الرحمن په ګډون ۲۴ ترهګر ووژل شول او ۱۵ نور سخت تپيان شول.
په دې عملیاتو مرید خیل، ارباب خیل، حبیب خیل، قلعه اخند، جانبازخیل کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شول.
ترهګرو پروړاندې د ترهګرو طالبانو تر بشپړ پاکیدو پورې چاڼیز عملیات دوام لري...