لغمان کې هوایي برېد پر مهال ۱۸ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواک د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ مرکز “ ګردي سالاب او بارکزي” سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۸ ترهګر طالبان ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول.
همداراز د ترهګرو طالبانو ۱موټر، ۱ میل هاوان یوه اندازه نور جنګي وسلې له منځه وړل شوي.