تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۳ طالبان ووژل شول او ۷۴ ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۹۳ طالبان ووژل شول او ۷۴ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد پکتیکا، غزني، کونړ، ننګرهار، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، هلمند، نیمروز، سمنګان، بلخ، جوزجان، تخار او کندز ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.