هلمند کې د طالبانو ۳ قوماندانانو په ګډون ۱۹ ترهګر ووژل شول
نن مخکې له غرمې، هوایي ځواکونو د هلمند ولایت ګرمسير ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو پټنځای او غونډې په نښه کړې.
په پایله کې د طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانانو” حاجي امين د ګرمسير ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي ولسوال مرستيال” معاذ الله د ترهګرو ګروپي قوماندان” حاجي اسد په سنګين ولسوالۍ کې د سرې قطعې مهم قوماندان په ګډون ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن ۱ پټنځای۱ قرارګاه ۱۳ میله کلاشينکوف، ۳ ميل پيکا، ۵ راکټ، ۱ درازنوف، ۱ ايس پي جي توپ،۶ مخابرې، ۳ موټرسايکلونه له منځه وړل شوي دي.