کندهار کې ۵۷ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت پنجوایي، غورک، خاکریز او ژیړۍ ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۵۷ ترهګر ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکيله منځه وړل شوي دي.