تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۷ طالبان ووژل شول او ۱۰۴ ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۴۷ طالبان ووژل شول او ۱۰۴ ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان، اروزګان، کندهار، فراه، بلخ، هلمند او کندز ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.