د سرپل-جوزجان پر لویه لار ۲۶ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه هوايي ځواکونو، د سرپل-جوزجان پر لویه لار «منګوتي» کلي کې د طالب ترهګرو تجمعات په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۶ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز د دښمن ۱۰ موټر سایکل، ۲ پټنځایونه، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.