تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۱ طالبان ووژل شول او ۷۹ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۱۱ طالبان ووژل شول او ۷۹ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۲ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، مېدان وردګو، کندهار، اروزګان،زابل، بادغیس فاریاب، نیمروز، هلمند، تخار او بدخشان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.